دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 215121
ننګرهار: ۱۲۸۶ کورنيو ته د نږدې ۸ميليونه افغانيو نغدي مرسته پيل شوه
د ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو د WFP موسسې له لوري د FGA ادارې په همکارۍ ۱۲۸۶ اړمنو کورنيو ته د نږدې اته ميليونه افغانيو نغدي مرستې وېشلو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د يادې مرستې د وېش پر مهال د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د WFP ادارې له لوري د جلال اباد ښار د شپږو ناحيو ۱۲۸۶ اړمنو کورنيو سره د اووه ميليونه، شپږ سوه او شپاړلس زره نغدو افغانيو وېش پيل شو.
نوموړې وويل:
۲۴۰ کورنيو ته د دوو مياشتو لګښت لپاره شپږ – شپږ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې پاتې نورو کورنيو ته به هم ياده مرسته ورکړل شي.
سرچینه زیاتوي؛ د يادې مرستې د وېش پر مهال د کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شېرزاد او نورو مسئولينو شتون درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchimniz23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته