دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 215124
د ملي امنیت ځواکونو دوه وسله وال طالبان ونیول

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو دوه وسله وال طالبان ونیول.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ ددې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځواکونو د ځآنګړو عملیاتو پر مهال د ذکي الله او عبدالله په نومونو دوه وسله وال طالبان نیولي دي، دوی دواړه چې د غزني او کونړ ولایتونو اصلي استوګن دي،اعتراف یې کړی چې په یادو ولایتونو کې تروریستي فعالیتونه ترسره کول.
سرچینه زیاتوي؛ د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځواکونو د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه اووه کړۍ په لاس جوړ شوي ماینونه کشف او تر لاسه کړي دي.
https://avapress.com/vdcaumnuy49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته