دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 215127
صديقي: د افغانستان ۹۰ سلنه نه، بلکې ۵۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي
د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، د ملي دسترخوان پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ولسمشر غني خبرې ناسمې تعبير شوې او د افغانستان ۵۵ سلنه خلک د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دسترخوان پروګرام د پرانیستې پر مهال ويلي و، چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي.
صديقي زياته کړه، له ۱۳۹۵ کال راوروسته تر دې مهاله د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعيت په تړاو کومه سروې نه ده شوې.
صديقي دغه راز ويلي، مخکې له دې چې ولسي جرګه د ملي دسترخوان پروګرام رد کړي، بايد په دې تړاو يې پوره معلومات ترلاسه کړي وای.
نوموړي وړاندې وويل، ملي دسترخوان پروګرام له بېوزلو خلکو سره د خوراکي مرستو ترسره کولو په هدف پرانیستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې نن د رايو په اکثريت د حکومت له لوري د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxk0x5yt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته