دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 215138
د کرونا ویروس تر سیوري لاندې ودونه؛ د ودونو تالارونه پرانیستل شول
د کرونا ویروس تغر لا ټول نه‌دی، خو د ودونو د تالارونو دروازې پرانیستل شوې.
دې خبر ته د ودونو د تالارونو خاوندان او هغوی چې هیله لري خپل ودونه په دغو سالونونو کې وکړي، خوښ دي.
که څه هم د ودونو د تالارونو خاوندان، د ودونو په مراسمو کې د روغتیايي سپارښتنو د مراعتولو خبرې کوي، خو په ښځینه سالونونو کې د دې سپارښتنو مراعتول نه‌تر سترګو کېږي.
د ازادي راډیو خبریاله فرشته ندا د ودونو یو له دغو تالارونو ته تللې ده. د موسیقۍ په لوړ ساز کې څوک د چا غږ نه‌اوري، یوې وړې ډلې ښځو او نجونو، یو بل ته لاسونه ورکړي او ناڅي. ماشومان په خوښۍ له مېزونو تاوېږي راتاوېږي. په هره څنډه کې ښځې سره راټولې شوي او کیسې کوي.
 
دغه مېرمنې حاضرې نه‌شوې چې له موږ سره خبرې وکړي، خو د وحیدې په نوم یوې بلې مېرمنې چې د دې په خبره تېره شپه‌یې د واده په یوه تالار کې د تره د زوی د واده په مراسمو کې ګډون کړی و، ازادي رادیو ته وویل: "څو ورځې مخکې مو یو محفل درلود، خو اندېښمنې وو، کله چې موږ ورغلو، ډېر لږ واټن په پام کې نیول کېده. دستکشې او ماسکونه خو بېخي نه‌وو."
خو محمد اسلم چې د لور واده‌یې څو ورځې مخکې د کابل ښار د ودونو په یو تالار کې شوی و وايي، په دغه تالار کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیول شوې وې.
هغه زیاته کړه: "کله چې په لومړي سر کې هوټل ته ننوتلو، ضد عفوني مایع په‌کې وې. د تبې د ارزولو دستګاه هم په‌کې وه. اتومات ماشینونونو له سره تر پښو خلک ضد عفوني کول. په هوټل کې دننه ۱۰ کسیز مېزونه، ۶ کسیز شوي وو."
 
په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د حکومت له لوري ټول عمومي ځایونه په تېره، روزنیز او ورزشي مرکزونه او د ودونو چې ډېر شمېر خلک په‌کې راټولېدلای شي، وتړل شول.
د ودونو د تالارونو بیا پرانیسته، عادي حالت ته د تدریجي بېرته ستنېدو یوه برخه ګڼل کېدای شي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري ازادي رادیو ته وویل، د ودونو تالارونو ته د روغتیايي سپارښتنو د مراعتولو په شرط، د تېرې چهارشنبې له ورځې راهیسې د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
 
ده دا هم وویل که چېرې دوی روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه‌نیسي، جریمه به شي او تالارونه به‌یې وتړل شي.
دی وایي: "د تالارونو مسؤلین څو ځلې راغلل او لیکلې ژمنه‌یې و سپارلې چې د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې به مراعت کړي، لوی تجمعات به نه‌کوي، واټن به پام کې نیسي، ټول منسوبین به‌یې ماسک کاروي. له دې وروسته د څار کمېټه د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه شپږ ورځې کېږي چې څارنه کوي."
بل‌خوا د افغانستان روغتیايي ټولنه په دې دلیل چې د خلکو له‌خوا روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه‌نیول کېږي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه اندېښمنه ده.
د داخله او عفوني ناروغیو متخصص فریدالله عمري په دې نظر دی چې ځیني خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه‌نیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtd0cw6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته