دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 215139
د خوست د معلولینو ټولنې مسول صاحب منګل وایي، داسې معلولین هم شته چې له شپږو میاشتو نېولې ان تر دوو کالونو پورې یې معاشونه نه دي اخیستي.
د نوموړي په خبره، معاشونه یې په دې پلمه ځنډول شوي چې ګنې معلولینو بایو متریک نه دی کړی: «دمعلولین د نورو ستونزو ترڅنګ یوه ستونزه دا هم ده چې معاش نه ورکول کېږي.
د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې له ۳۰ نېولي تر ۵۰ فیصده معاشونه ورکړل شوي، خو زموږ غم څوک نه خوري.» د صاحب منګل په وینا، که تر دې وروسته یې معاشونه ځنډېږي، دوی مجبور دي چې په لاریونو لاس پورې کړي او لویې لارې وتړي: «که معاش رانه کړل شي، لاریونونه کوو، لویې لارې تړو او ترڅنګ یې دا وېره هم شته چې معلولین په غلا لاس پورې کړي او حتی کېدای شي چې له مخالفینو سره یو ځای شي.»
یو بل معلول حاجي محمد علي وایي، شهدا او معلولین هغه خلک دي، چې له هیواد څخه د دفاع په لاره کې یې ځانونه قرباني او د وجود اندامونه یې له لاسه ورکړي، نو پکار ده چې اړتیاوو ته یې په وخت رسېدنه وشي: «موږ ته تراوسه د بشر په سترګه نه دي کتل شوي، د خوست له ولایتي ادارې، اړوند وزارت او ولایتي امریت څخه غوښتنه کوو، چې زموږ حقوق دې راکړل شي.» په ورته مهال د خوست د معلولینو امریت چارواکي مني چې د معلولینو معاشونه پر وخت نه دي ورکړل شوي، خو زیاتوي چې د معلولینو د اسنادو د ارزیابۍ په پار یې ۸ کسیزه کېمټه ټاکلي څو ددوی اسناد رد او یا یې تايید کړي.
د دغه ولایت د معلولینو چارو امر سیدمحمد نېکزاد په ونیا، ترڅو چې د دوی اسناد ارزیابي شوي نه وي، ترهغه معاشونه نه ورکول کېږي: «موږ د اسنادو د ارزیابۍ په خاطر ۸ کسیزه کمېټه ټاکلې چې په راس کې یې خوست والي دی. ترهغې چې د اوو کسانو ترڅنګ د خوست والي ددوی اسناد امضاء کړي نه وي،
ترهغې معاش نه ورکول کیږي، خو موږ هڅې روانې کړې، څو دوی بیا متریک او معاشات ورته په وخت ورسوو.»
د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۲زره او ۳۷۰ معلولین دي، چې له جملې یې ۸ زره د معلولینو امریت سره ثبت شوي دي. په هېواد کې  تېرو څو لسیزو جګړو ډېری وګړي شهیدان او معلول کړي دي، خو معلولین وایي چې له دومره قربانیو سره سره  بیا هم حکومتي مسولین ورته خپل حقه حقوق په وخت نه ورکوي. 
https://avapress.com/vdcgwn9xyak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته