کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ایران تر منځ د طبي همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

د صدای افغان خبری آژانس , 31 سرطان 1399 ساعت 17:31

د ایران د قم طبي علومو او د افغانستان د خاتم النبیین پوهنتونونو تر منځ د طبي همکاریو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو.



مهر خبري آژانس څرګنده کړې، چې دغه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي، ښوونیزو او څېړنیزو اړیکو د پراخولو په موخه لاسلیک شوی دی.
یاد هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو، چې دواړو لوریو ته د لنډمهالو زدکړو، د ګډو پروژو تر سره کولو، پوهنیزو، ښوونیزو او څیړنیزو تبادلو او ساینسي ناستو ترسره کولو زمینه برابروي.
د ایران په قم ښار کې د قم  طبي علومو پوهنتون د مشر محمد رضا قدیر او د خاتم النبیین پوهنتون د مشر محمد وحید بینش لخوا دغه هوکړه لاسلیک شوې ده.
محمد وحید بینش ویلي: ایران او افغانستان کولی شي د ساینسي تبادلو د پراخېدو په برخه کې پراخې اړیکې ولري؛ نو مونږ چمتو یو، چې د قم طبي علومو له پوهنتون سره بشپړه همکاري وکړو.
د خاتم النبیین پوهنتون مرستیال موسوي ویلي: مونږ د دوه اړخیزو همکاریو او له قم پوهنتون طبي علومو سره د دغې هوکړې له لاسلیک هرکلی کو ، چې د علمي همکاریو پراخولو لپاره یې د علمي ګامونو پورته کولو ته زمینه برابره کړه.
د معلوماتو له مخې دمګړۍ د ایران په پوهنتونونو کې ۴۰۰۰۰ افغان زدکړیالان په بېلابېلو برخو کې زکړې کوي.
 


د مطلب کود: 215147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215147/د-افغانستان-او-ایران-تر-منځ-طبي-همکاریو-هوکړه-لاسلیک-شوه

آوا
  https://www.avapress.com