دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 215150
د شپږیزې لیګ سیالۍ په سپټمبر میاشت کې پیلېږي
د افغانستان د کرېکت بورډ اعلان کړی چې ټاکل شوې د شپږېزې لیګ اوم پړاو سیالۍ د روان زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پیل شي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر له ۱۳ تر ۲۵مې نېټې ترسره شي.
د امو، بند امیر، بُست، کابل، مس عینک او سپین غر لوبډلې به په دغو سیالیو کې سره ولوبېږي.
په دغو سیالیو کې به د راشد خان او محمد نبي په ګډون د هېواد د کرېکټ ټول ملي لوبغاړي به حضور ولري.
دغه سیالۍ کولای شي چې د کرېکټ د اسیايي او نړیوالو سیالیو لپاره د لوبغاړو په چمتووالي کې مرسته وکړي.
ټاکل وې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا په وړاندې د ټېسټ یوه لوبه ترسره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjiie8yuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته