دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 215160
د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د کجورې ملاصاحب د جومات چارې په بشپړیدو دي. د لغمان د رسنیو دفتر ویلي؛ ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د کجوري ملا صاحب په نامه د جامع جومات ودانیزې چارې چې د بنسټ ډبره ېې د تیر کال د سلواغې میاشتې په ۲۰مه نیټه ایښودل شوې اوس يې چارې يې د بشپړیدو په حال کې دي او ډير ژر به پرانیستل شي.
نوموړی جومات چی په ۲۲۵ مترمربع مساحت کې ودان شوی، له تهکوۍ سره دوه پوړه دی او په یو وخت کې به د ۶۰۰لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا ولري.
سرچینه زیاتوي؛ دا جومات چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداری پروژه ده او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي، د نورو اړینو آسانتیاوو سربیره، ۱۶ عصري تشنابونه، اودس ځای او د اوبو رسولو ذخیره هم لري.

 
https://avapress.com/vdcaimnuw49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته