دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 215168
هند افغان سېکانو او هندوانو ته دایمي وېزې ورکوي
هندي رسنۍ وایي، د هندوستان حکومت پرېکړه کړې چې ۷۰۰ افغان سېکانو او هندوانو ته به دایمي ويزې ورکوي.
د هند حکومت وایي، په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو له لورې سیکانو او هندوانو ته دایمي ګواښونه شوي، نو ځکه دوی پرېکړه کړې چې ۷۰۰ سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي.
تر دې وړاندې هم د هند حکومت ویلي و، د افغانستان سېکان او هندوان کولی شي په هند کې د تابعیت غوښتنه وکړي.
هند حکومت وروسته له هغه دغه پرېکړه کړې چې په روان کال کې ترهګرو په ننګرهار او کابل کې په افغاني سېکانو او هندوانو خونړي بریدونه وکړل چې ګڼ شمېر سېکانو او هندوانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciqwarvt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته