د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، له ۲۰۱۶ کال راهيسې هندي بازارونو ته د افغانستان صادرات دوه چنده شوي.
هند ته د افغانستان صادرات دوه برابره شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 1 اسد 1399 ساعت 10:45
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، له ۲۰۱۶ کال راهيسې هندي بازارونو ته د افغانستان صادرات دوه چنده شوي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې رسنيو ته ويلي، تېر کال افغانستان هندي بازارونو ته د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي او هند په روان کال کې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی بازار پاتې شوی.
دغه راز د تېر کال په جریان کې د پاکستان بازارونو ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۲۹۸ ملیونه ډالره وو.
له هغه وروسته چې کرونا وايروس په نړۍ کې خپور شو، د ګڼو هېوادونو پر اقتصاد يې هم ناوړه اغېز وکړ او کارپوهان وايي، دې چارې د افغانستان پر صادراتو هم ناوړه اغېز کړی دی.
د مطلب کود: 215180