دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 215182

د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې د امنیتي‌ ځواکونو پر پوځي مرکز ځانمرګی برید شوی دی.
د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا برید د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې رامنځته شوی چې په نتیجه کې ۳ تنه سرتیري مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
ویل کیږي‌ په ټپیانو کې ملي پولیس هم شتون لري.
د بله پلوه د کندهار او هلمند ولایتونو په لویه لاره کې هم پر امنیتي‌ ځواکونو د موټر پر مټ برید شوی چې د ملي‌ امنیت یو تن سرتیری مړ او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د افغانستان د کندهار په ولایت کې د تخته پل په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید شوی چې په نتیجه کې ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کندهار پولیسو د برید پخلی کړی دی .
د کندهار پولیسو ویلي دي‌ چې طالبانو تیره شپه د تخته پل په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي‌ پوستو برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه. د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو سره د طالبانو بریدونه په شا وتنبول شول.
په برید او نښته کې ۷ تنو امنیتي‌ سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې افغان ځواکونو تیره ورځ د کندهار ولایت د معرف او ارغستان په ولسوالۍ کې ۲۵ تنو طالبانو چې ډیری د پاکستان وګړي‌ وو د وژلو نه خبر ورکړ.
https://avapress.com/vdcevn8wwjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته