کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غاښونو ناپاکه ساتل د ستوني او معدې سرطان خطر زیاتوي

1 اسد 1399 ساعت 11:54

 یوې وروستۍ څیړنې ښودلې چې په منظم ډول د غاښونو نه پاکول ممکن د ستوني او معدې سرطان خطر زیات کړي.
​​​​​​​، د هارورډ پوهنتون عامه روغتیا څیړونکو یوه څيړنه ترسره کړې، چې په کې نږدې ۱۰۰ زره میرمنو او ۵۰ زره نارینه و چې عمرونه یې له ۲۰ کلنۍ پورته وو ګډون کړی دی.



په دې څیړنه کې په منظم ډول د غاښونو ناپاکه ساتل او د سرطان ترمنځ اړیکه کتل شوې ده، هغه کسان چې د وریو اوږدمهاله ناروغي یې درلودله ۵۲ سلنه یې د معدې او ۴۳ سلنه یې د ستوني په سرطان اخته شوي وو.
څیړنې په ډاګه کړې د سرطان خطر د هغو خلکو ترمنځ لا ډير و چې غاښونه یې لاسه ورکړي دي.
د غاښونو ډاکټران وایي، د وریو ناروغیو اصلي لامل د خولې نظافت کمزوتیا، او په سم او منظم ډول د غاښونو ناپاکه ساتل دي.
پخوانیو څیړنو څرګنده کړې، په خوله کې ځینې عامې باکتریاوې لکه «ټنرلا فورسیتیا» او د وریو «بروفیروموناس» د ستوني سرطان لامل کیږي، دغه راز یو شمېر نورو ساینس پوهانو تایید کړې چې د خولې نه پاکول او د وریو ناروغۍ د خولې باکتریاو رامنځته کولو ته وده ورکوي چې د معدې سرطان لامل کیږي.
د راپورونو له مخې د سرطان وژونکې ناروغي په نړیواله کچه د مړینې یو له مخکښو عواملو څخه دی چې هر کال شاوخوا نږدې ۹ ملیونه وګړي وژني


د مطلب کود: 215197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215197/د-غاښونو-ناپاکه-ساتل-ستوني-او-معدې-سرطان-خطر-زیاتوي

آوا
  https://www.avapress.com