دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 215230
کندهار کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي زده‌کړې ورکړل شوې
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د (Avc-HVc) پروژې په همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کړې.
د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې روزنیز پروګرام کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو له خوا د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو او ځمکوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزې لارې چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل شوې.
د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو او ځمکوالو ته د دې روزنیز پروګرام په لړ کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې، د انګورو د ناروغیو پېژندل او د مخنیوي لارې چارې او د نباتي درملو د ګټې اخیستنې او د درملو له زیانونو څخه د مخنیوي لارې چارې په نظري اوعملي ډول وښودل شوی.
د کندهار د کرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او د دغو خطرونو د مخنیوي په پار د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي، ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcipwarut1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته