ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا (UNDP) له مسئول عبدالله الدرداري سره په افغانستان کې د لوږې کمولو او له بېوزلو وګړو سره د دې ادارې د مرستې په موخه کتلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي:
یو این ډي پي دې د حکومت له هغو مهمو او ملي برنامو سره مرسته وکړي چې اهداف یې له لوږې سره مبارزه او د افغانستان انکشاف سره مرسته ده، تر څو په افغانستان کې د سولې د تامین او اقتصادي ودې لامل شي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر دغه راز د دې ادارې مشر ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه دې تر یو واحد چتر لاندې را ټول او کار وکړي او دغه راز دې یو این ډي پي د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
خبرپاڼه لیکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې مسئول عبدالله الدرداري ولسمشر ته ډاد ورکړ چې په افغانستان کې د لوږې د را کمولو او اقتصادي ودې لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.