د ښاروالۍ تر چتر لاندې جلال اباد کې د نهه ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر رغنيزې پروژې پيل شوې.
د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې د ۲۱۸ متره سړک، ۱۳۲ متره ويالې، ۲ پلچکونو، او د نجونو د يو ښوونځي ۲۱۶ متره احاطې ديوال جوړول، د ۱۳۰ د برېښنا پايو نصبول او ۱۳۰۰ متره د برېښنا لين غځول شامل دي، چې د شپږو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.