دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 215279
امریکایي ځواکونه په ننګرهار کې له دوو اډو وتلي
امریکایي ځواکونه په ننګرهار کې له دوو اډو وتلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه شمشاد  ته وویل چې دا اډې په تېرو دوو ورځو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. هغه زیاته کړه: "د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې چې د بهرنیو ځواکونو کومې اډې وې، دواړه په ننګرهار کې مېشتو امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي او د سیمې امنیت د دوی له لوري مخته وړل کېږي."

د اچین ولسوالئ
په دې سیمه کې چې امریکایي ځواکونه ترې وتلي دي پخوا دوی له افغان سرتېرو سره د داعش پر ضد په جګړه کې مرسته کوله.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر دې ته اندېښنه لري چې تر دې وروسته به له افغان ځواکونو سره د هوایي ځواک مرسته نه‌کېږي.
ده وویل: "په اچین ولسوالۍ کې امریکایانو نږدې شپږ کاله مخکې او په هسکه مېنه ولسوالي کې یې دوه درې کاله مخکې اډه جوړه کړې وه. 
دا سیمې یې اوس افغان ځواکونو ته سپارلې دي. له دوی سره به تل هوایي ځواک و او پر مخالفینو به تل برلاسه وو.
 امنیتي ځواکونه اوس هوایي ځواک نه‌لري، سیمه غرنۍ ده نو د سیمې خلکو او ولسوالیو ته به څه نا څه ستونزې ایجاد شي."
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تېره اوونۍ سې شنبه په یوې اعلامیه کې ویلي و چې دوی پنځه اډې په افغانستان کې پرېښې دي او د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې په تړون کې ژمنه شوې وه چې په ۱۳۵ ورځو کې به دغه پنځه اډې تخلیه کوي.
په ننګرهار کې له دوو اډو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو دا هم څرګنده نه‌ده چې په دې اډو کې څومره بهرني سرتېرې دېره وو، تر دې مخکې د جولای تر ۱۳مې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو ۸،۶۰۰ ته راکم شوی و
https://avapress.com/vdcbzsb59rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته