دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 215282
پکتيا: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير له زيانمنو سيمو ليدنه وکړه
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير غلام بهاوالدين جيلاني او د پکتيا والي محمد حليم فدايي د دغه ولايت له زيانمن شويو سيمو ليدنه وکړه. د ولایت رهبري او مرکز څخه راغلي پلاوي سټوکنډو کې زیانمنونکو ساحو څخه لیدنه وکړه او د شواک ولسوال او مشرانو له لوري ورته مالومات ورکړل شول.
دوی سره نور لوړ پوړي دولتي چارواکي هم مله وو چې بېلابېلو سيمو ته ورغلل.
د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني څخه وغوښتل چې د سروې په موخه یو تخنیکي ټیم راولیږي.
وزير وويل، طبعي پېښو د خطر د مخنيوي په موخه به دوی يو شمېر پروژې پلي کړي.
https://avapress.com/vdcfctd00w6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته