کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خالد: د تېر کال په پرتله تاوتريخوالی نور هم زيات شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 اسد 1399 ساعت 12:07

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، وسله‌والو طالبانو د تېر کال په پرتله تاوتريخوالی نور هم زيات کړی دی.




نوموړي نن په کابل کې خبري ناستې ته وويل، افغان حکومت ټولې هوکړې رعایت کړې دي خو وسله‌والو طالبانو د تېر کال په پرتله خپل بريدونه نور هم زيات کړي دي.

خالد زياته کړه، افغان حکومت اوربند او اورکم دواړه مراعات کړل، خو له مخالف لوري يې دغسې څه ونه ليدل او حتا تاوتريخوالی لا زيات شو.

خالد وړاندې وويل، په دې اړه له راپورونو سره سره چې یو شمېر خوشې شوي بندیان د جګړې ډګر ته بېرته ګرځېدلي او وژل شوي هم دي، بندیان يې خوشې کړي او دا کار د دوی د ښه نيت څرګندوی ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو اوونيو کې يو ځل بيا په افغانستان کې جګړې شديدې شوې دي او دغه راز وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت پر يو بل سخت بريدونه هم ترسره کړي دي.
 


د مطلب کود: 215311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215311/خالد-د-تېر-کال-په-پرتله-تاوتريخوالی-نور-هم-زيات-شوی

آوا
  https://www.avapress.com