دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 215321
د افغانستان سوداګریزو توکو موټریز کاروان هند ته ورسید
هندي رسنیو دغه هېواد شمال سیمې، اتاري ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د کاروان له رسېدو خبر ورکړی دی.

هندي چارواکو هندوستان ټایمز ته نن(پنجشنبې د زمري په ۲مه نېټه) ویلي دي چې
دغه توکي د پاکستان د واګه بندر له لارې هند ته رسېدلي دي.
د هند د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنعت کنفدراسیون مدیر، اشوک ستهي یادې رسنۍ ته ویلي دي چې له افغانستانه د "د وچو میوو اونورو توکو څلور ډک موټر تېره ورځ چهارشنبې" دغه هېواد ته رسېدلي دي.
دغه اوونۍ کې دا د افغانستان دوهمه سوداګریزو جوپه ده چې هند ته رسیږي، لومړۍ یې شپږو ورځو موده کې په همدې اوونۍ کې هند ته ورسېده.
 هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر د کرونا ویروس پراختیا مخنيوي په موخه بند شوی وو، خو یوه اوونۍ مخکې پاکستان اعلان وکړ چې دا لاره به بیا پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۸ کال کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کلنۍ ارزښت ۷۴۰ میلیونه ډالره وو. دغه هېواد ته معمولآ وچه میوه او بوټي صادریږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ie8vuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته