دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 215324
روغتیا وزارت: هېوادوال دې د تېر اختر تېروتنې نه تکراروي
د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا وایروس تر اوسه لا شتون لري او هیوادوال دي د تېر اختر تېروتنې نه تکراروي او د راتلونکې اختر په ورځو کې دي د روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا وایروس تر اوسه لا شتون لري او هیوادوال دي د تېر اختر تېروتنې نه تکراروي او د راتلونکې اختر په ورځو کې دي د روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر محمد جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه لا د کرونا وایروس خطر شتون لري او هیوادوال باید د تېر اختر تېروتنې تکرار نه کړي.
نوموړي زياته کړه، تر کوچني اختر مخکې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر کم و، خو د خلکو د بې پروایۍ له کبله له اختر څخه دوې اوونۍ وروسته د کرونا ناروغان په زیاتېدو شول.
نوموړي خلکو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
په ورته وخت کې نوموړي د کانګو ناروغۍ د شتون خبرداری هم ورکړ.
هغه لارښوونه وکړه، هیوادوال دي د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره له حیواناتو ځان لري وساتې او په ځانګړي ډول د لوی اختر د قربانۍ پر مهال دي له دست کش څخه کار واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccipqi02bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته