دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 215328
خالد: د هرات هوايي برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
د هېواد ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر، اسدالله خالد د هرات ادرسکن ولسوالۍ هوايي برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې چې د راپورنو او د سیمې خلکو د مالوماتوله مخې پېښه کې ۴۰ تنه چې ډېری یې ملکي کسان دي، وژل شوي.
خو ښاغلي خالد چې نن (پنجشنبې د زمري په ۲مه نېټه) یې د لوی درستیز په توګه د یاسین ضیاء د معرفي کولو پرمهال خبرې کولې، وویل چې دوی انځورونه، ویډیوګانې او کافي شواهد لري چې ښکاري کوي د هرات برید کې طالبان وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې برید د واده پر مراسمو شوی دی او په ترڅ کې یې ۸ تنه وژل شوي او نېږدې ۲۰ تنه ټپیان دي.
د پېښې شاهدان او ټپیان څرګندوي کله چې له بریدونو وروسته خلک له سیمې په تېښته شول، جنګي الوتکو یې پر موټرو هم بمبار وکړ. دوی وايي ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو د هرات سیمه ییز مسوولین بیا وايي هوايي برید کې د طالبانو شپږ قومندانانو او یو شمېر غړي وژل شوي دي.
د والي دفتر زیاتوي پېښه هغه مهال شوې چې عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح‌الله اکبري، ملا محمد چې په ادریس مشهور دی او ملاعبدالحق مشهور په اسامه له ځینو نورو طالبانو سره راټول شوي وو او د هرات پر دولتي تاسیساتو یې د بریدونو پلان جوړولو.
له بلې خوا اسدالله خالد وايي حکومت لخوا ازاد شوي طالب بندیان د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي او ان ځینې یې دغو ډګرونو کې وژل شوي هم دي.
هغه زیاتوي:«موږ اورکم او اوربند مراعات کړ، خو د دښمن لخوا نه یوازې چې تاوتریخوالی کم نشوو، بلکې د تېر کال پرتله زیات هم شو. موږ راپور لرو چې له بنده ازاد شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته تللي او وژل شوي. موږ بین الافغاني خبرو ته چمتو یوو، خو دا خبرې نه دي پیل شوې. زموږ جګړه د سولې لپاره ده.»
په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب په دغو مراسمو کې څرګنده کړه ترهغې چې طالبان جګړې ته دوام ورکړي، افغان ځواکونه به یې پر وړاندې وجنګیږي.
هغه طالبان د "پردیو" خدمت کې بولي.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي  استازی، زلمی خلیلزاد وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تاوتریخوالیو له کبله ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه نن پر ټویټر پاڼې لیکلي دي راپورونو، عکسونو او شاهدانو د افغان هوايي ځواکونو برید پایله کې د ملکي کسانو او ماشومانو وژل ښکاره کړي دي.
خلیلزاد دغه برید غندلی او په تړاو یې له څېړنو ملاتړ کړی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې امریکا افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو په تړاو چې ډېرو کسانو یې په ترڅ کې ژوند وبایلود، خواشیني څرګندوي.
خلیلزاد وايي چې افغانان ژر تر ژره د سولې خبرو پیلېدل غواړي، د هغه په وینا ځکه جګړه کې مرګ ژوبله د خبرو په ګټه نه ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxn9x7ak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته