دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 215335
د ایران له لارې د افغانستان صادرات زیات شوي
د اسیا پراختیایي بانک وایي، په دې وروستیو کې افغانستان نورو هېوادونو ته د پاکستان په پرتله د ایران له لارې ډېره سوداګري کړې ده.
د اسیا پراختیایي بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، افغانستان په وروستیو کلونو کې خپل ۷۰ سلنه سوداګریز توکي د ایران له لارې بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.
په دغه راپور کې د هغه خنډونو یادونه هم شوې ده چې وخت ناوخت د پاکستاني حکومت له لوري افغان سوداګرو ته جوړېږي.
راپور کې راغلي، پاکستان په دې کار سره خپل ځان تاواني کړی دی، ځکه ډېری افغان سوداګرو بدیله لاره موندلې او د ایران له لارې چې د پاکستان په پرتله هم اسانه او هم ارزانه لاره ده، خپل سوداګریز توکې نورو هېوادونو ته لېږدوي.
د پاکستان په تړاو یادې څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې دغه هیواد وخت ناوخت خپلې پولې د سوداګرو پر مخ تړي او دا اقدام دواړو هیوادونو ته پراخ تاوانونه اړوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexn8wnjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته