د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وایي:
په یادو ولسوالیو کې د غواګانو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د ۲۵ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې ورکول کیږي. ښاغلی مومند وویل، چې تر دې دمه د مرکز ګردیز څلورو کورنیو، د وزې ځدراڼ درې، د سیدکرم دوه او د څمکنیو په ولسوالۍ کې یوه کورنۍ ته غوا روکړل شوې ده او پاتې ۱۵ نورو کورنیو ته به هم ډېر ژر ورکړل شي.
د کرنې وزارت ویلي؛ ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.