دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 215337
د ۱۱ ولايتونو واليانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه ويډيوي کنفرانس وشو
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په مشرۍ د يولس ولايتونو واليانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه ويډيوي کنفرانس تر سره شو. یادې ادارې ویلي؛ د دې کنفرانس پر مهال د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ معين محمد سرور جوادي، د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ رئيس عين الدين بهادري، د ياد کميسون کميشنر حمد الله ارباب او نورو شتون درلود.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ معين محمد سرور جوادي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې د ياد رياست او واليانو د تر سره کړيو هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه د يو ښه، قانومند او ځواب ويونکي حکومت درلودلو په توګه مسئول يو چې اطلاعاتو ته لاسرسي په موخه زمينه برابره کړو.
سرچینې ویلي؛ نوموړي واليانو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د حکومت فعاليتونو ته د انعکاس په ورکولو سره خلکو ته پر وخت معلومات ورکړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ رئيس عين الدين بهادري وويل، په ولايتونو کې د ښې حکومتولۍ، د حکومت او ولس نږديوالي په موخه د معلوماتو ورکړې برخه کې پوهاوی کوي، ترڅو خلک د حکومت له ټولو فعاليتونو څخه خبر شي.
په دې ناسته کې د مرکز او ولايتونو مسئولينو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د معلوماتو په ورکړې کې د لا ښو هڅو سپارښتنې او ژمنې وکړې.
https://avapress.com/vdcgwn9xuak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته