د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې نارینه او ښځینه کروندګرو ته ۶۶ شنې خونې جوړې شوې دي. د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نارینهوو لپاره ۳۰ لویې شنې خونې او د مېرمنو لپاره ۳۶ کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې دي.
خبرپاڼې زياته کړې، دغه شنې خونې د کرنې وزارت له خوا د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې. «CBARD» له لارې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوي دي. بزګران ددغو شنو خونو له زیاد حاصل او عوایدو خبرې کوي. ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت د یادې پروژې له لارې په نږدې راتلونکې کې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکو ته ۳۰ نورې شنې خونې هم جوړې شي.