د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی او د هرات هوايي بريد غندلی دی.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د هوایي بمبارۍ وروستۍ دلخراشه پېښه چې له کبله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي په کلکو ټکو غندي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر د افغانانو وژنه، له هر لوري او په هر عنوان چې وي بشري ضد جنایت او د افغانانو په ضد عمل بولي او په روانې پردۍ جګړه کې پر ښکېلو افغاني خواوو غږ کوي چې پردیو دسیسو ته متوجه واوسي، له وروروژنې او د خپلو هېوادوالو له وینې تویولو لاس واخلي، د افغانانو د ژوند ساتنې او ملي ګټو ته په کلکه پاملرنه وکړي او د سولې هڅې ګړندۍ کړي.
کرزي زياته کړې:
په جګړه کې ښکېلې افغاني غاړې باید دا واقعیت درک کړي چې په هېواد کې روانه جګړه د پردو د اهدافو او ګټو لپاره ده او افغانانو ته یې یوازې زیان، درد، رنځ او مرګ ژوبله په برخه ده. وطندوستي په جګړه کې نه بلکې افغانستان ته د سولې او امنیت په راوستو او د هېواد په آبادي او ترقي کې نغښتې ده.
د يادولو ده چې تېره شپه ۹ بجې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې مرګژوبله رامنځته شوه چې د بېلابېلو لورو غبرګونونه يې راپارول.
که څه هم د افغانستان دفاع وزارت په دغه پېښه کې د ملکي وګړو وژل ردوي او ټينګار کوي چې په دې تړاو پلټنې کوي، خو د سيمې اوسېدونکي، د ادرسکن ولسوالۍ سيمهييز چارواکي او عيني شاهدان وايي، دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)