طالبانو تراوسه د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په کراتو افغان حکومت یوه "مزدوره اداره" بللې ده او په وړاندې یې په جګړه ټینګار کړی.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس وویل د وسلهوالو ډلو په خلاف د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جګړه د بهرنیانو لپاره نه بلکې د دغه هېواد له نوامیسو ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع لپاره کېږي.
ښاغلي محب پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، په هر ډول چې کېږي د دښمن په وړاندې خپلې مقابلې ته لا قوت ورکړي او زیاته یې کړه: "ضرورت دې ته دی چې یو غیرمتعارفه جنګ ته قوت ورکړئ، دښمن تر هغې پورې چې خپل شیطانت پرېښی نه وي، زموږ او ستاسو وظیفه دا ده چې له خاورې او خلکو دفاع وکړو".
همداشان د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي او د سولې خبرو ته حاضر شي.
هغه وویل: "موږ په داسې حال کې چې هم د دفاع توان لرو، هم د هرې بدې ورځې امادګي لرو، بیا مو هم غږ په ټولو افغانانو خصوصاً بر طالبانو دا دی چې سولې ته راشئ ،اوربند راشئ او نور دا د جنګ او جګړې ټغر په دې وطن کې راټول کړئ".
د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د سیمې او نړۍ په کچه هڅې روانې دي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شي.