دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 215350
ملګري ملتونه: افغان حکومت او طالبان دې په لوی اخترکې جګړه ودروي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي چې د لوی اختر په ورځو کېکې جګړه ودروي.

د یوناما مشرې ډیبورا لاینز په افغانستان کې د جګړې په ښکیلو خواو غږ کړی چې د جګړې په ودرولو سره د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۳مه (زمري دویمه) په خپل ټویټر کې د اغلې لاینز له قوله لیکلي: "د ټول افغانستان د ښېګڼې لپاره اوس د دې وخت رسېدلی چې دواړه خواوې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، ضروري بندیان خوشې کړي، راتلونکې اونۍ په لوی اختر کې جګړه ودروي او له اختر وروسته سم‌دلاسه د سولې خبرې پیل کړي".

یوناما ویلي په داسې یو وخت کې چې افغانان باید د سولې او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بحث وکړي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي یو نوی پړاو روان دی چې په کې له هر اړخه افغانان وژل کېږي او ټپیان کېږي.
یوناما د ولسي وګړو په استوګن‌ځایونو کې مخامخ جګړو او هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي چې د تلفاتو سربېره دغو بریدونو په ټول افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ژوند اغیزمن کړی دی.
یوناما دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان په مخلتفو ولایتونو کې افغان حکومت او طالبان پر یو بل بریدونو ته زور وکړی، چې په کې دواړو خواو او ولسي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتلو ادعاوې کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbssb5grhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته