د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) همغږي کوونکي علي ارګون سینار په دې اړهجوړوشویو مراسمو ته څرګنده کړطو چې دې ادارې د دغه فدراسیون د سپورتي تجهیزاتو زیرمه هم رغولې ده.
هغه دا هم ویلي، چې افغان لوبغاړیو ته دا تجهیزات؛ ځکه ورکړ شول، چې ښه ولوبیږي او د خپل هېواد په بریاوو کې مرسته وکړي.
د پارالمپیک ټولنې رییس نادرشاه حیدري ویلي، چې دې فدراسیون له تېرو ۶ کلونو راپدیخوا ۲۵۰ لوبغاړي روزلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د پارالمپیک ۱۵ لوبغاړیو د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس