کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پارالمپیک اداره د ترکیې له مرستو برخمنه شوه

د صدای افغان خبری آژانس , 2 اسد 1399 ساعت 18:37

انادولو خبري سرچینې په ډاګه کړې، د ترکیې دولتي مرسته کوونکې ادارې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغانستان د هرات پارالمپیک فدراسیون ته سپورتي او اداري تجهیزات ورکړل.



د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) همغږي کوونکي علي ارګون سینار په دې اړهجوړوشویو مراسمو ته څرګنده کړطو چې دې ادارې د دغه فدراسیون د سپورتي تجهیزاتو زیرمه هم رغولې ده.
هغه دا هم ویلي، چې افغان لوبغاړیو ته دا تجهیزات؛ ځکه ورکړ شول، چې ښه ولوبیږي او د خپل هېواد په بریاوو کې مرسته وکړي.
د پارالمپیک ټولنې رییس نادرشاه حیدري ویلي، چې دې فدراسیون له تېرو ۶ کلونو راپدیخوا ۲۵۰ لوبغاړي روزلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د پارالمپیک ۱۵ لوبغاړیو د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دي.
 


د مطلب کود: 215354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215354/د-افغانستان-پارالمپیک-اداره-ترکیې-له-مرستو-برخمنه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com