کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل فرصت ښوونيز مرکز د مطالعې اوومه شپه ترسره کړه

3 اسد 1399 ساعت 9:17

د زابل فرصت ښووني مرکز مسؤلين وايي، د مطالعې په لړۍ کې اوومه شپه هم ترسره کړه چې پکې د مطالعې ترڅنګ پر يو شمېر موضوعاتو هم خبرې وشوې.



د فرصت رسنيز دفتر وايي:
«نن ورځ پنج شنبه د ۱۳۹۹ کال د اسد د مياشتې پر دوه يمه نېټه د زابل فرصت ښوونيز مرکز کې (اوومه) د مطالعې شپه ترسره شوه، چې ياده شپه کې اتو تنو د مطالعې په پار ورکړل شوي موضوعات تشريح کړل او همدارنګه يې لنډ غورچاڼ د ورکړل شويو موضوعاتو وړاندې کړ، چې ځوانانو او مطالعې دود رائجولو خوښوونکيو ګډون کړی و.»
مسؤلين وايي، د مطالعې په دې اوومه کړۍ کې يې د افغانستان پر معاصر تاريخ بحث وکړ او د سوال او ځواب پروسه هم ترسره شوه.
د زابل فرصت ښوونيز مرکز هڅه کوي، چې په ټولو اسلامي او ټولنيزو ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.


د مطلب کود: 215360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215360/زابل-فرصت-ښوونيز-مرکز-د-مطالعې-اوومه-شپه-ترسره-کړه

آوا
  https://www.avapress.com