د سويډن په ګوټلنډ ټاپو کې يوې ډلې د کرونا سره مبارزې لپاره مټې رابډ وهلي دي، خو د اتلو جنګاليو په لباس کې.
يادې ډلې د منځنيو پېړيو دنائټس يا اتلو جنګياليو په کاليو کې د کرونا ضد جګړه اعلان کؤې ده.
د اتو کسانو دغې ډلې چې د پخوا زمانې د جنګیالو غوندې کالي یې پر تن دي، بنرونه په لارو کوڅو کې ګرزوي، چې پرې لیکل شوي:
”موږ په شریکه مسوولیت پر غاړه اخلو. ”
کرونا لا هم په نړۍ کې لوی ګواښ دی، خلک ورسره په بېلابېلو بڼو مبارزه کوي.