دخپریدو نیټه :جمعه ۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 215363
د ليکوال او ژورنالېست تواب غورځنګ د فاتحې مراسم ترسره شول
د ملي امنيت شورا د پخواني وياند، ليکوال او ژورنالېست د فاتحې مراسم ترسره شول. دا مراسم چې کابل کې نيول شوي وو، لوړپوړو دولتي مسؤلينو، فعالانو، ځوانانو، ليکوالو، خبريالانو او د تواب غورځنګ نزدې دوستانو پکې ګډون کړی و.

د يادې فاتحې ته مخکې له مخکې یو کمېسيون هم ټاکل شو و.
د فاتحې مراسمو تر څنګ د خدای بخښلي تواب غورځنګ نږدې ملګرو او د بیلا بیلو برخو مطرحو څیرو د غورځنګ صيب سره شريکې خاطرې او تاثرات هم په مخصوص کتاب کې وليکل.
خدای بخښلي غورځنګ د تېرې جمعې په ورځ د کابل يوه شخصي روغتون کې ساه ورکړه، جنازه یې خوست ته انتقال او د ولایت په اداري کمپلکس کې د جنازې لمانځه تر ادا کولو وروسته د دوی د کلي ډیري شمل په هديره کې خاورو ته وسپارله شوه.
https://avapress.com/vdcfvtd0mw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته