دخپریدو نیټه :جمعه ۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 215365
په پکتیا کې د کتاب او مطالعې مینوال ډېر شوي
«د خلکو د عامه پوهاوي لپاره د کتاب او قلم د میني په خاطر او د خلکو د هڅونې په خاطر موږ دا کار په پکتیا کې کوو. هڅه کوو چې دا  لړۍ نوره هم وغځوو دا کتابتونونو باید بډایه شي ، له خلکو هم دا هیله لرو چې له موږ سره مینه او همدردي وښیي.» پکتیا اوسېدونکي وايي، د ټولنې د بېلابېلو برخو پرمختګونه، ښیګڼې او د ځوانانو وېښتیا په کتاب لوستنې او مطالعې پوري اړه لري. دوی څرګندوي، دلته اوس یو زیات شمېر خلک په ورځني ډول کتابتونونو ته مراجعه کوي او له ځانه د وړتیا ښودلو لپاره دې کار ته ډېره لېوالتیا لري.

نوموړي وویل، اوس تر پخوا دې برخې ته  لېوالتیا خورا ډېره شوې ، هره ورځ ډلې ډلې ځوانان کتابتونونو ته مراجعه کوي او د مطالعې په تر لاسه کولو خپله وړتیا ښکاره کوي.
«د خلکو د عامه پوهاوي لپاره د کتاب او قلم د میني په خاطر او د خلکو د هڅونې په خاطر موږ دا کار په پکتیا کې کوو. هڅه کوو چې دا  لړۍ نوره هم وغځوو دا کتابتونونو باید بډایه شي ، له خلکو هم دا هیله لرو چې له موږ سره مینه او همدردي وښیي.» پکتیا اوسېدونکي وايي، د ټولنې د بېلابېلو برخو پرمختګونه، ښیګڼې او د ځوانانو وېښتیا په کتاب لوستنې او مطالعې پوري اړه لري. دوی څرګندوي، دلته اوس یو زیات شمېر خلک په ورځني ډول کتابتونونو ته مراجعه کوي او له ځانه د وړتیا ښودلو لپاره دې کار ته ډېره لېوالتیا لري.
«د کتاب په مطالعې سره  زموږ د زده کوونکو او او ځوانانو راتلونکی جوړیږي، د دوی ښه راتلونکی د هېواد لپاره په خیر دی. که  زده کوونکي او نور لوستي کسان کتاب لوستنه ولري موږ به د ژور تغیر لیدونکي یو.» پکتیا کې د وطن پال بنسټ مشر نصیب یوسفي کلید سره په خبرو کې څرګنده کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د کتاب او مطالعې په مینه والو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. هغه څرګندوي د دې لپاره چې د لېرې پرتو سیمو ځوانان او لوستي کسان لا هم دې برخې ته ډېر وهڅېږي پلان لري چې د عامه کتابتونونو جوړولو لړۍ ټولو ولسوالیو ته وغځوي . «اوس دلته د خلکو پر مخ عامه کتابتونونو پرانیستي دي چې خلک ورته خوشبین دي او ګټه ترې اخلي، موږ په پلان کې لرو چې د پکتیا پاتې ولسوالۍ او د هېواد نورو ولایتونو ته دغه حرکت وغځوو تر څو په ولسوالیو او ولایتونو کې هم خلکو ته دا ذهنیت ورکړو چې کتاب لوستنې ته راشي ، عامه کتابتونونه پرانیزي او ګټه ترې واخلي.» په پکتيا کې اوس مهال د کتاب مينه وال له بل هر وخت زيات شوي، د پوهنتون محصلين، د ښوونځيو زده کوونکي، د فرهنګي او مدني ټولنو غړي او د دې تر څنګ د ازادې مطالعې مينه وال له بېلابېلو کتاب پلورنځيو په ورځني ډول ګټه اخلي.
 
https://avapress.com/vdch-mnim23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته