د دې سازمان د افغانستان څانګې پر خپل ټوېټرپاڼه له اروپايي ټولنې، نړيوال بانک او نورو مرستندويو اداره مننه کړې چې له کرونا سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
دې سازمان ويلي، په کابل، بدخشان، دایکنډي، بامیان، فاریاب او هلمند کې په وروستیو کې د لابراتوار ۲۴ کارکوونکي روزل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر تر ۳۵ زره اوښتی او تر شاوخوا ۲۳ زره بېرته ترې رغېدلي دي.
دغه راز تر دې مهاله کرونا ناروغۍ په افغانستان کې د څه کمو ۱۲۰۰ کسانو ژوند هم اخيستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)