پرون د ترکیې د ولسمشر اردوغان په ګډون د یاد هیواد ټول لوړپوړې چارواکي او د ګڼو ښارونو څخه خلک ایاصوفیه ته د جمعې د لمانځه ادا کولو په موخه ورغلي و.
ایاصوفیه چې یو نیم زر کاله پخوا د کلیسا په نوم جوړه شوې وه، عثماني واکمنۍ کې په جومات او په ۱۹۳۴ کال کې په موزیم بدله شوه.
خو د روانې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې د یوې محکمې په غوښتنه او د ولسمشر اردوغان د فرمان له مخې بېرته په جومات بدله شوه، چې دې پرېکړې په ترکیه او د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د عیسوي ټولنو او د کلیساوو د مشرانو غبرګونونه را پارولي و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)