دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 215410
د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مارجي او نهر سراج ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې ۱۲ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 ددې ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو پلان درلود چې ددې ولایت ماجي او نهر سراج ولسوالیو پر بېلابېلو پوستو بریدونه ترسره کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید سره مخ شوي او د جګړې په دوام ددې ډلې اته تنه جنګیالي ووژل شول او څلور نور یې ټپیان شول. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdcizwarut1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته