د کورنیو چارو وزات وایې، په کابل ښار کې يې تېره شپه په یو لړ عملیاتو کې درې وسلهوال غله نیولي دي.
کابل کې د وسلهوالو غلو درېکسیزه ډله نیول شوې
کابل کې د وسلهوالو غلو درېکسیزه ډله نیول شوې , 4 اسد 1399 ساعت 10:53
د کورنیو چارو وزات وایې، په کابل ښار کې يې تېره شپه په یو لړ عملیاتو کې درې وسلهوال غله نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې درې وسلهوال غله نیولي چې په ګڼو جرمونو کې ښکېل وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسلهوالو غلو له څه مودې را هیسې د ۱۲مې او ۱۶مې امنیتي حوزو او بګرامیو په سیمو کې په بېلابېلو جرمي قضیو په تېره بیا په وسلهوالو غلاوو کې لاس لاره، چې تر پېژندنې وروسته نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې په مرکز کابل او ځینو ولایتونو کې وسلهوال غله ډېر شوي چې له ګڼ شمېر خلکو یې غلاوې کړې او دغه راز یې ډېری خلک د مبایل او پیسو پر سر وژلي.
د مطلب کود: 215412