دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 215414
د نيمروز د امنيت په تړاو غونډه وشوه
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي په مشرۍ د نيمروز ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو پوځي ناسته وشوه.

د ميوند قول اردو اعلاميه کې راغلي:
«غونډه د سویل لویدیځې حوزې د عمومي قوماندان ډګرجنرال ولي محمد”احمدزي” په مشرۍ د نیمروز ولایت په مقام کې دایره شوي وه، چې د نیمروز والي پوهندوی سیدولي”سلطان” په ګډون د نیمروز د ولایتي شورا، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت ریاست غړو او یو شمیر نظامي منسوبینو او د نوموړي ولایت د دولتي ادارو چارواکو برخه درلوده.»
نظامي شورا غړو د نیمروز ولایت د امنیتي وضعیت په تړاو هراړخیزې خبرې وکړې او د امنیت د لا ښه ټینګښت لپاره يې په یو شمیر موضوعاتو بحث وکړ.
غونډه کې پر پوځي عملياتو هم خبرې وشوې چې پکې وويل شول، ډېری وسله والو مخالفينو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
https://avapress.com/vdccspqi02bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته