دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 215419
لغمان کې ماين چاودنې دوه سيمه‌ييز پوليس ووژل او يو يې ټپي کړ
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکزي ښار مهترلام کې ماين چاودنې ۲ سيمه‌ييز پوليس وژلي او يو يې ټپی کړی دی.
د لغمان د پوليسو وياند شفيع الله افغانیار خامه پرس ته وويل، چې دغه پېښه پرون د مهترلام ښار باباصاحب کمپ سيمه کې شوې.
نوموړي زياته کړه، دې پېښه کې دوه ملکي وګړي هم ټپي شوي دي.
د افغانيار په خبره، چاودېدونکي توکي په يوه رېکشا کې ځای پر ځای شوي وو.
تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې د دې ماين چاودنې مسووليت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmniw23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته