دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 215429
افغان حکومت: بین‌الافغاني خبرو ته چمتو یو
افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، افغان حکومت تل د سولې لپاره ښه نیت ښودلی او اوس هم د بین الاافغاني خبرو لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.
نوموړې زیاته کړه:
موږ او د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې طالبان ژر تر ژره د خبرو لپاره چمتوالی وښیي، د باور فضا را منځته کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د دولت هغه بندیان چې د دوی سره دي ژر خوشي کړي تر څو خپلمنځی خبرې پیل شي.
نوموړې وایي، د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ تدارکاتي، محتوایي، او تخنیکي چمتو والی لري.
هغې دغه راز د بندیانو د خلاصون په تړاو هم وویل، افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشي کړي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښیي.
نوموړې دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، افغان حکومت دي له لېست سره سم د دوی بندیان خوشي کړي تر څو له لوی اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي او زیاته یې کړه چې دوی ورته په بشپړه توګه تیار دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwar3t1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته