کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو مشروط چمتووالی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 14:34

طالبانو له اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره په مشروط ډول د چمتوالي اعلان کړی دی.



قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دوی چمتو دي چې د افغان دولت پاتې زندانیان د لوی اختر پورې له بند څخه خوشي کړي.
نوموړي ویلي دي چې دغه بندیان په دې شرط خوشي کیږي چې د دې ډلې بندیان هم د سپارل شوي نوملړ پر بنسټ خوشې شي.
شاهین زیاته کړې چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر له بشپړېدو وروسته، دغه ډله چمتو ده څو د لوی اختر څخه وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړي.
ورته حال کې د ملي امنیت شورا هم ویلي دي چې طالب زندانیانو له خوشې کیدو وروسته ژمنه کړې چې جګړې ته بیرته نه ستنیږي، خو اوسمهال یو شمیر خوشې شوي زندانیان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې دي.
بله خوا، سولې چارو کې د دولت وزارت وایي طالبان باید لومړی تاوتریخوالی کم کړي، ترڅو مذاکرات د اعتماد وړ فضا کې ترسره شي.
 


د مطلب کود: 215438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215438/بین-الافغاني-خبرو-لپاره-د-طالبانو-مشروط-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com