د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټونکې ادارې چارواکي وايي چې بهر ته د وینټلاټورونو د قاچاق په تړاو خپور شوي راپورونه سم نه دي.
د افغان حکومت پلټونکې ادارې بهر ته د وینټلاټورونو قاچاق رد کړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 14:35
د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټونکې ادارې چارواکي وايي چې بهر ته د وینټلاټورونو د قاچاق په تړاو خپور شوي راپورونه سم نه دي.
د پژواک خبري آژانس د چنګاښ په دویمه په یو راپور کې ویلي وو چې له افغانستان سره د کروناویروس د مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو (وینټلاټورونو) ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټونکې ادارې مشرې غزال حارث نن شنبه د جولای ۲۵مه (زمري۵مه) د خپلو څیړنو د ابتدايي راپور د وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې برخه کې د دوی روانې څیړنې ښيي چې د مرسته شویو ۶۳ وینټلاټورونو له شمېرې ۵۶ یې موجود دي.
هغې وویل:"له افغانستان سره د مرسته شویو وینټلاټورونو قاچاق زموږ له نظره منتفي دی، ځکه چې د ۶۳ وینټلاټورونو له ډلې موږ ۵۶ وینټلاټورونه تشخیص او تثبیت کړل".
اغلې حارث وویل چې د روغتیا په سکتور کې د فساد په تړاو لاهم پلټنې روانې دي خو پر وینا یې د یو شمیر ادارو له خوا په دې برخه کې د همکارۍ نه کول د څیړنو په بشپړولو کې د خنډ او ځنډ لامل شوی دی.
د مطلب کود: 215439