دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 215442
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ تنه په کرونا اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۹۳ کسان له کرونا رغېدلي او ۲۲ نور مړه شوي دي.
د دغه وزارت په خبره، تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۴۸ کسان په کرونا اخته شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ۳۶زره ۳۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې يې ۲۴زره او ۷۹۳ بېرته ښه شوي دي.
دغه راز تر دې مهاله دې ناروغۍ په افغانستان کې يو زر او ۲۴۷ تنه وژلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdok0xxyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته