کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت شورا: وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ ۴۶ ملکي وګړي وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 14:42

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ په بېلا بېلو پېښو کې ۴۶ ملکي وګړي وژلي او ۹۳ نور يې ژوبل کړي دي.


د دغه شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره اوونۍ د وسله‌والو طالبانو له لوري په ۴۰۱ تحرکاتو کې ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې ملکي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په هلمند، بادغېس او غور ولايتونو کې اوښتې.
وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي خو تل يې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو اوونيو کې په افغانستان کې تاوتريخوالي زور اخيستی او د نظامي مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ملکيان هم اغېزمن کړي دي. تېره اوونۍ په هرات کې د افغان ځواکونو يوه بريد کې هم ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.


د مطلب کود: 215443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215443/ملي-امنیت-شورا-وسله-والو-طالبانو-تېره-اوونۍ-۴۶-ملکي-وګړي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com