دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 215443
ملي امنیت شورا: وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ ۴۶ ملکي وګړي وژلي
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ په بېلا بېلو پېښو کې ۴۶ ملکي وګړي وژلي او ۹۳ نور يې ژوبل کړي دي.
د دغه شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره اوونۍ د وسله‌والو طالبانو له لوري په ۴۰۱ تحرکاتو کې ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې ملکي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په هلمند، بادغېس او غور ولايتونو کې اوښتې.
وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي خو تل يې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو اوونيو کې په افغانستان کې تاوتريخوالي زور اخيستی او د نظامي مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ملکيان هم اغېزمن کړي دي. تېره اوونۍ په هرات کې د افغان ځواکونو يوه بريد کې هم ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceen8wxjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته