دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 215447
ارګ: کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی
د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، د دوی د لومړنیو پلتنو پر بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې په لګښت کې فساد شوی.
وروسته له هغې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ځانګړې شویو بودجې د لګښت په څرنګوالي نیوکې وشوې او په کې فساد په اړه راپورنه خپاره شول، تازه د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، دوی هم په خپلو په لومړنیو پلټنو کې موندلې چې فساد شوی دی.
د دغې ادارې مشرې غزل حارث د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "زموږ له نظره له افغانستانه د تنفس د مصنوعي دستګاوو قاچاق منتفي دی، ځکه له ۶۳ دغو دستګاوو یوازې موږ ۵۶ تثبیت او تشخص کړې، زموږ څېړنې روانې دي، دا یوه اوږد مهال او پيچلې پروسه ده، د اداري فساد موارد لرو، لاهم له ۳۴ ولایتونو نه ډېرو پلټنو او اسنادو را ټولولو ته اړتیا شته، چې پلټنې بشپړې شي."
اغلې حارث زیاته کړه، له ځانګړې شوې بودجې له اړتیا پرته توکي اخیستل شوي، ځینې خریدارۍ د بازار له بیې په لوړه بیې شوي، د وزارت او روغتونو په زېرمو کې دواګانې وې، خو نورې هم اخیستل شوي، له اړتیا پرته غیر مسلکي کسان هغه هم د غیر شفافې پروسې له لارې په دندو ګمارل شوي.
حارث زیاته کړه، له دوی سره په پلټنو کې ځینو دولتي ادارو او کسانو لازمه همکاري نه ده کړې، ځینې اسناد او مدارک چې په پلټنو کې ورته اړتیاو وه د دوی په واک کې نه دي ورکړل شوي.
نوموړي د عامې روغتیا وزارت ځینې چارواکي او د یو شمېر روغتونو اداري پلاوي په کمزوري مدیریت تورن کړل، خو د چا نوم یې وانخیست.
 
د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې مشرې وویل، له پراخو او بشپړ پلټنو وروسته به د عامې روغتیا وزارت یو شمېر چارواکي او دغه شان ځینې ولایتي مسئولین د فساد له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې پژواک خبري اژانس راپور وکړ، چې له افغانستان ۳۲ د مصنوعي تنفس دستګاووې قاچاق شوي.
په ورته وخت کې هشت صبح ورځپاڼې راپور ورکړ، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په ځانګړې شوې بودجه کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ حیف او میل شوي دي.
د جمهوري ریاست د پلټنې اداره، که څه هم د فساد او قاچاق خبره نه رد وي، خو وايي، په دې اندازه فساد نه دی شوی او بشپړ جزئیات به د پلټنو په پای کې څرګند شي.
که څه هم د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې راپور نه ردوي او نه یې هم تائید وي، خو وايي، چې په دې اړه د رسمي راپور ورسپارلو کېدو ته په تمه دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې د جمهوري ریاست د پلټنې اداره په رسمي ډول خپلې موندنې د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي، بیا به د عامې روغتیا وزارت له لوري پلټنې پیل شي، څو موږ وتوانېږو چې ضعف برطرف کړو او د ښه روغتیايي چوپړ لپاره اقدامات وکړو."
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یادو وزارت تل په په دې اړه راپورنه رد کړي و.
د ولسي جرګې د روغتیايي کمېسیون بیا ویلي، چې د دوی موندنې د عامې ورغتیا وزارت د خریدارۍ له اسنادو سره په ټکر کې دي.
یاد کمېسیون د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي و، چې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېرزوالدین فېروز د پلټنو تر پایه ممنوع الخروج اعلان کړي.
فېروزالدین فېروز بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، چمتو دی چې د خپل وزارت پر مهال په دې پوښتنو او پلټنو ته ځواب ووايي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5waryt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته