د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، د دوی د لومړنیو پلتنو پر بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې په لګښت کې فساد شوی.
ارګ: کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 15:19
د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، د دوی د لومړنیو پلتنو پر بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې په لګښت کې فساد شوی.
وروسته له هغې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ځانګړې شویو بودجې د لګښت په څرنګوالي نیوکې وشوې او په کې فساد په اړه راپورنه خپاره شول، تازه د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، دوی هم په خپلو په لومړنیو پلټنو کې موندلې چې فساد شوی دی.
د دغې ادارې مشرې غزل حارث د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "زموږ له نظره له افغانستانه د تنفس د مصنوعي دستګاوو قاچاق منتفي دی، ځکه له ۶۳ دغو دستګاوو یوازې موږ ۵۶ تثبیت او تشخص کړې، زموږ څېړنې روانې دي، دا یوه اوږد مهال او پيچلې پروسه ده، د اداري فساد موارد لرو، لاهم له ۳۴ ولایتونو نه ډېرو پلټنو او اسنادو را ټولولو ته اړتیا شته، چې پلټنې بشپړې شي."
اغلې حارث زیاته کړه، له ځانګړې شوې بودجې له اړتیا پرته توکي اخیستل شوي، ځینې خریدارۍ د بازار له بیې په لوړه بیې شوي، د وزارت او روغتونو په زېرمو کې دواګانې وې، خو نورې هم اخیستل شوي، له اړتیا پرته غیر مسلکي کسان هغه هم د غیر شفافې پروسې له لارې په دندو ګمارل شوي.
حارث زیاته کړه، له دوی سره په پلټنو کې ځینو دولتي ادارو او کسانو لازمه همکاري نه ده کړې، ځینې اسناد او مدارک چې په پلټنو کې ورته اړتیاو وه د دوی په واک کې نه دي ورکړل شوي.
نوموړي د عامې روغتیا وزارت ځینې چارواکي او د یو شمېر روغتونو اداري پلاوي په کمزوري مدیریت تورن کړل، خو د چا نوم یې وانخیست.
د مطلب کود: 215447