کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: غور کې د کمانډو ۴ سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 15:16

افغان چارواکي وايي، په غور ولایت کې د څلورو کمانډو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي.


د غور ولایت د عامه نظم د دریمې لوا قومندان محمود اندرابي وایې دا سرتېري تېره شپه د فېروز کوه ولسوالۍ په لویدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي اندرابي آزادي راډیو ته ویلي چې په دې برید کې څلور نور کمانډو سرتېري ټپیان شوي او د ده په خبره درې سرتېري لادرکه دي.
په غور کې دغه امنیتي چارواکي زیاته کړې چې په دې پیښه کې ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 215449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215449/چارواکي-غور-کې-د-کمانډو-۴-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com