دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 215472
نبيل: افغان حکومت د ملي اجماع جوړولو کې پاتې راغلی
نوموړي تیره ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت او خلکو ترمنځ د باور فضا نشته او پراخه بې باوري رامنځته شوې ده.



نوموړي دغه راز د افغانستان د سولې په تړاو د افغان حکومت پر دريځ هم نيوکه وکړه او د ملي مصالحې شورا پر مشر عبدالله عبدالله يې غږ وکړ چې د ولسي جرګې له يو شمېر غړو سره مستقيم دوحې ته لاړ شي او له ملا برادر سره مخامخ خبرې وکړي.
نوموړي له حکومت وغوښتل چې د پاکستان له لوري د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار تېرولو په تړاو ملت ته معلومات ورکړي او څرګنده کړي چې څه ډول معامله شوې او په هغه کې د افغانستان ګټه څه ده؟
نبيل دغه راز پر طالبانو هم غږ وکړ چې افغان وژنه د افغانانو په ګټه نه ده او ګټه يې يوازې نورو ته رسېږي نو له دې کار دې لاس واخلي.
نبيل زياته کړه، پاکستان افغان ځواکونه کونړ ته د توغنديو په راتوغولو بوخت ساتلي دي، خو اصل کې دغه ولايت ته ترهګرې ډلې رالېږي او هلته يې ځای پر ځای کوي.
افغان حکومت تر دې مهاله د رحمت الله نبيل دې څرګندونو ته غبرګون نه دی څرګند کړی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgun9xxak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته